نړۍ

په افغانستان کې دناتو نوى ماموريت دې بايد ملګروملتو دسازمان دامنيت شورا په اجازه ترسره شي

مسکو انترفاکس   باختردوږي دمياشتې  ٨  :
دشمالي اتلانتيک په تړون ( ناتو ) کې  دروسيې استازي الکساندر ګروشکو دانترفاکس له خبري آژانس  سره په  مرکه کې اعلام وکړ هغه څه  چې په افغانستان کې دناتو دتړون په نوي ماموريت پورې اړه پيدا کوي دروسيې لپاره  په افغانستان کې  ددغه تړون  د حقوقي احساس تامينول  اوپه دغو مهمو ستراتيژيکي دندو پوهيدل دي  چې دغه تړون  په دغه ځاى کې دهغو دحل کولو نيت لري .
دناتوپه تړون کې دروسيې استازي وويل ، دغه فعاليت دې بايد  دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا په  اجازه ترسره شي  اوبايد له  چوکاټ څخه ونه وځو.
ګروشکو دبريتانيا په ويلز کې  دروان کال  دوږي دمياشتې  له ديارلسمې نيټې څخه  ترڅوارلسمې نيټې پورې  دناتو دغونډو په درشل کې څرګنده کړه  موږ ته دوه ټکي مهم دي له ټولو مخکې   دډاډمن حقوقي بنسټ ساتنه اوپه افغانستان کې  دناتو دتړون دځواکونو راتلوونکى شتون دى  .
ماموريت  دملګروملتو دسازمان دځواکونو داعتبار ليک ، په افغانستان کې  له امنيت سره دمرستې ، دملګروملتو دسازمان دپريکړو په تيره بيا  د١٣٨٦ ګڼه پريکړه ليک له مخې ترسره کيږي .
دناتو دتمريناتي ، تعليمي نوي ماموريت داجازې دورکولو لپاره دنوي پريکړه ليک تصويب له  افغانستان سره دمرستې په کار کې دټولې نړيوالې ټولنې دهڅو لپاره ډاډمن بنسټ  جوړوي.
دغه دپيلومات زياته کړه دغه راز غواړم يادونه وکړم   چې  دافغانستان دترانزيت په باب په ټولو موافقه ليکونو کې چې موږ له ايتاليا ، امريکا ، فرانسې ، المان او له نورو هېوادونو سره لاسليک کړي دي  افغانستان ته  دپوځي کاروانونو دليږدونې  د ښه پروګرام دبرابرولو  اوله دغه ځاى څخه دبيرته ليږدونې لپاره  ورته شرايط  په ١٨٣٦ ګڼه پريکړه ليک کې ثبت شوي دي.
دروسيې دايمي استازي وويل  دويم ټکى په اړوندو  ستراتيژيکي دندو په پوهيدلو پورې اړه پيداکوي چې ناتو يې  په افغانستان کې حل کوي .
ګروشکو وويل  موږ دافغانستان  له پوځي  جوړښتونوسره دمرستې دنده  ترپوښتنې لاندې نه نيسو .
ګروشکو  له افغانستان څخه دايساف دځواکونو دوتلو پريکړه  ناسنجول شوې  اوپه سياسي دلايلو پورې اړوند بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته