امنیت

دکونړ امنیه قوماندان : په ولایت کې يي پولیس دهرې ورځې په تیریدو په درنو وسلو او ټانکونو سمبالیږي.

کابل باختردسلواغې ١ نيټه :
دکونړولايت امنیه قومندان پاسوال جمعه ګل باختر  اژانس ته وویل چې کونړ یو غرنی او د ډیورنډ په کرښه پروت ولایت دی چې اکثره ددولت وسله وال مخالفین يي دفرضي کرښې بلې غاړې ته روزل کیږي او بیا دروانکارو عملونو او دبې ګناه افغانانو دځورولو شهيدانولو لپاره يې کونړ ته رالیږي چې تراوسه دافغان ځواکونو دسخت مقاومت سره مخامخ شوي او تل يي دجګړې په ډګر کې دوژل شويو مخالفانو مړي پاتې شوي دي .دلته دمحلې ،ملي ،پوله ساتو او نورو پولیسو او ملي اردو دځواکونو مورال ډیر لوړ دی خو بیاهم درنو او پرمختللو وسلو ته اړتیالرې .
امنیه قومندان وویل : داعش چې په ننګرهار کې يي په عامو خلکو سخت ظلمونه وکړل ،بې ګناه قومي مشران يي په ډیرې بې رحمى سره شهيدان کړل ،خو دکونړ څوکۍ ولسوالۍ دیوګل کې افغان ځواکونه او ولسی وګړې پدې وتوانیدل چې دغې ډلې ته ماتې ورکړي
هغه وویل دوسلو او ټانکونو دکمښت ستونزه کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړه او هغوي هم ورته د ټانکونودشپږويشو ورکولو امر ورکړ .چې له هغه جملې يی ۱۲ کونړ ته رارسیدلې او نور پاتې به هم په نزدي ورځو کې کونړ ته را وليږدول شي چې ورسره به دپولیسو دټانکونو دکمښت ستونزه هواره شي .
قوماندان وویل همداراز ورسره د۵۰ میلو په شاوخوا کې دراکټ لانچر او دپیکا ماشیندارو ورکړې ژمنه کړې ده چې ډیر زر به دغه زمنه عملې شي
مدنې فعال محمد شعیب غروال وایي : ولسونه دخپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او کله چې افغان ځواکونه دکونړ په کومه برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي قومونو يي په ننګ ملاتړلې او دجنګ میدان ته يی دانګلي او میدان يی له مخالفینو ګټلی دی .
په کونړ کې په زرګونه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه پراته دي چې تل يي دوسله والو طالبانو ،داعش او دپاکستان ځواکونو بې رحمه ګوليو ته ټټرونه ډال سپر کړې دخپلو خلکو او خاورې څخه يي  په ډیره میړانه ساتنه کړي او دې سپیڅلې دندې ته دوام ورکوي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته