ورزش

د کابل ښار د نجونو د فوټبال د غوره ليګ سياليو دوام وکړ

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
څلورو ټيمونو دکابل ښارد نجونو دفوټبال دغوره ليګ وروستى نيمايي پړاوته لاره وموندله.
دهيواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو آمر عبدالرشيد عزيزي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې دعدالت او افغان او داستقلال او ميهن ټيمونه لوبې کوي.
دغه سيالۍ له دوو اوونيو راپه دې خوا د اتو ټيمونو ترمنځ د هيواد د فوټبال فدراسيون په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ د عدالت او افغان ټيمونه په وروستى نيمايي پړاو کې لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته