دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي دفتر په دوو
تنو غړو تير ماښام په هرات ښارکې د وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.
د ډاکتر عبدالله دانتخاباتي کمپاين يوه مسوول فاضل سانچارکي باختر آژانس ته وويل : د ډاکتر عبدالله دانتخاباتي دفتر په دوو تنو غړو په هرات ښار پورې اړوند د انتخاباتي مرکز د نماينده ګۍ دفتر ته څيرمه د ناپيژندل شويو موټر سايکل سپرو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.
دهرات ولايت امنيه قوماندان سميع الله قطره رسنيو ته وويل : د ډاکتر عبدالله دانتخاباتي کمپاين د دفتر مسوول دخپل دفتر دامنيت دتامينولو او موقعيت په باب له دغې قوماندانۍ سره اړيکه نه ده نيولې چې د دوې د کارکونکو دامنيت دتامينولو په برخه کې همکاري شوې واى .
خبرځاى زياته کړه : وسله وال کسان له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شول .
دا په داسې حال کې ده چې دجمهوري رياست دنوماندانانو انتخاباتي مبارزې
نن پيل شوې.
1 1 دقیقه لوستل