کابل باختر د سلواغې دويمه :
دهېواد په ځينو ولايتونوکې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي او دفاعي منسوبينو دجلا جلا عملياتو په بهير کې يوديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دغه عمليات دکاپيسا ، پکتيا ، قندهار ، هرات ، غور ، فارياب ، بلخ او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې يو ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم