سیاست

کابینې د پوهنتونونو اود لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د مقررې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه

کابل باختر دغبرګولي د مياشتې٢٤نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې کابینې د کلیودبياجوړولواو پراختیا وزارت مخې ته ځانمرګي برید په سختو ټکو وغانده، شهیدانو ته یې د لوی خدای(ج) له درباره فردوس جنت، ټپیانو ته عاجله شفا او د شهیدانو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
همدارنګه کابینې د نېمکرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د هېواد ټول مسلمان ملت اود نړۍ مسلمانانوته مبارکي وویله او د لوی خدای (ج) څخه یې د افغانستان ملت ته د ژوند په ټولو چارو کې د دایمي سولې او پرمختګ هیله وکړه.
د اجندا مطابق د عدلیې وزیر د پوهنتونونو اود لوړو زده کړو د خصوصي موسسو (انستیتیوټ) د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه ويې ویل، یاده مقرره د کابینې د ۱۵/۱۰/۱۳۹۵ نېټې د ۲۱ ګڼې مصوبې د ۴ فقرې مطابق له یو لړ بدلونونو سره تائید کړه او د موظفې کمېټې له لازمو تصحیحاتو وروسته کابینې ته د تصویب لپاره وړاندې کېږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د پوهنتونونو اود لوړو زده کړود خصوصي موسسو (انستیتیوټ) د مقررې طرحه په پرنسیب کې تصویب او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د کابینې نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.
وروسته د جمهوري ریاست د شوراګانو د پالیسیو د تطبیق او همغږۍ په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار د شوراګانو د دارالانشاو د راپور ورکولو په اړه د خبري کنفرانس د جوړولو او په شوراګانو کې د تصمیم نیونې په اړه د مسوولینو د معلوماتو د ورکړې، د سکتوري تصمیم نیونې او بحث لپاره د اسانتیا په برابرولو کې د جمهوري ریاست د بنسټونو رول، په حکومت کې د اغيزمن همکارۍ د هڅولو لپاره د شوراګانو د اهمیت او اصلي سکتورونو لپاره د لورې دټاکلو، د مدنې ټولنې او خصوصي سکتور د رول او د نوې او خلکو ته د ځواب ویونکې حکومتولۍ په اړه پیشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې یاده طرحه تائید او د جمهوري ریاست د شوراګانو د پالیسیو د تطبیق او همغږۍ په چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار یې موظف کړ چې د شوراګانو د دارالانشاو د راپور ورکولو په خاطر دې د چارو ادارې عمومي ریاست او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست په همکارۍ واضح میکانیزم او تطبیقي پلان ترتیب او اجرا شي.
وروسته د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست په قندهار ښار کې د احمدشاه بابا د استوګنې او حرمسرای  (۶۹۲۶) متره مربع ځمکې د استملاک پر بنسټ چې يو متر مربع یې (۴۲۰۰۰) افغانۍ او مجموعي بیه یې ۲۹۰،۸۹ میلیون افغانۍ ده او د هغه د ترمیمولو په خاطر د اضافي وجوه غوښتنې په اړه د ښار او کور جوړولوله وزارت سره په ګډه د دې وزارت وړاندېز غونډې ته وړاندې او کابینې تائید کړ.
دغه راز کابینې د اطلاعاتواو فرهنګ، د ښارجوړولو او مالیې وزارتونه، د افغانستان د ځمکو خپلواکه اداره او د جمهوري ریاست حمایوي او عملیاتي واحد ته دنده وسپارله چې د تفریحي ستر میدان د جوړولو، د احمدشاه بابا د مقبرې او مبارکې خرقې د بنیادي ترمیم په خاطر طرحه د هغې له تطبیقي پلان سره یو ځای ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
دغه راز کابینې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د نوم اېښودلو کمېسیون ته دنده وسپارله چې کندهار بین المللي هوايي ډګر د احمدشاه بابا بین المللي هوايي ډګر په نامه د نومولو پړاوونه بشپړ او د جمهوري ریاست مقام ته راپور ورکړي.
وروسته د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د قابلو او نرسانو د شورا د جوړولو طرحه او پلان غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې په پرنیسب کې تائید او د عامې روغتیا وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې د مالي ابعادو د موافقې په خاطر مالیې وزارت ته واستوي، دغه راز دې په اړونده مقرره کې د تحصیلي سندونو د اعتبار په اړه وظیفوي تداخل د جمهوري ریاست دویم مرستیال تر څارنې لاندې غونډه د لوړو زده کړو وزارت په ګډون تر غور لاندې ونیسي.
وروسته د ښار جوړولو وزارت معین د کابینې د ۱۴/۴/۱۳۹۶نیټې د ۵ ګڼې مصوبې د ۱۷ فقرې په اساس د افغانستان د ملي پولیسو د معلولینو او شهیدانو کورنیو او منسوبینو ته په امتیازي کرایه د پولیسو د استوګنې ښارګوټي د اپارتمانونو د ورکړې او د ارزونې طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد طرزالعمل په پرنسیب کې تائید او د کورنیو چارو وزات یې موظف کړ چې په دوه اوونیو کې د مستحقینو دتثبیت او پېژندنې په خاطر خپلې ارزونې وکړي، دغه راز یې د ښار او کور جوړولو وزارت ته دنده وسپارله چې په یاد طرزالعمل کې د درې کالو لپاره د ساتنې اوڅارنې، د کرایې د مودې او امتیازي کرایې د لګښت او د مستحقینو له لورې د اپارتمانونو د کرایه ورکولو د ممنوعیت تسجیل او د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ دې د هغې تطبیقي پلان ترتیب او له پایلو دې کابینې ته راپور وړاندې کړي.
همدارنګه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کابینې ۱۴/۱۲/۱۳۹۶ نیټې د ۲۱ ګڼې مصوبې د ۶ فقرې د صریح هدایت مطابق د افغانستان په شمال کې د بې ځایه شویو خلکو د ادغام په اړه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او GIZ موسسې ترمنځ د تفاهم لیک یادښت غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې د یاد تفاهم د یادښت د تائید ترڅنګ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت موظف کړ چې د فاریاب او سرپل ولایتونو د شمولیت په اړه هم له GIZ موسسې سره خبرې وکړي، دغه راز دې د یاد تفاهم د یادښت او تړون په خاطر له مالیې وزارت سره مالي تفاهم وکړي.
همدارنګه د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین د کابل سویل ختیځو سیمو ته د لاسرسي د ښه والي پروژې په خاطر په کابل ښاروالۍ کې د ملګرو ملتونو د خدمتونو پروژې دفتر (UNOPS) او د جاپان د مرستو ادارې (JICA) ترمنځ تفاهم ليک د منظورۍ په خاطر وړاندې کړه.
کابینې کابل ښاروالۍ موظف کړه چې یاده تفاهم ليک د (UNOPS) فیصدۍ په درجولو، د مدیریت وخت، د کار حجم او نورو بنسټونو ته د اجرا په موخه د پروژې نه لېږد تصحیح او دغه راز دې له مالیې وزارت سره مالي تفاهم وکړي او د یادې تفاهم ليک یادښت دې طی مراحل کړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مرکزي دفتر د جوړولو په خاطر له صنعتي سیمې څخه اداري ته د ۵،۱۱ جریبه دولتي ځمکې انتقال د تعدیل وړاندېز غونډې ته وکړ چې د غونډې له لورې تائید شو.
وروسته د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رئیس په بامیانو ولایت کې د ۶۰۰ متره دولتي ځمکې انتقال چې مخکې پرې د بامیانو ولایت د مخابراتو ولایت د نوري فایبر ودانۍ جوړه شوې ده، د کنړ ولایت په مرکز د لچګلي کلي کې د ښاري محکمې د اداري ودانۍ د جوړېدو په خاطر د یو جریب دولتي ځمکې انتقال، د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست د طبي خځلو د سوځولو بټۍ (انسنراتور) د جوړولو په خاطر په الچین دښته کې د ۳ جریبه او ۲ بسوو دولتي ځمکې انتقال، د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د ترانسپورټي ترمینل د جوړولو په خاطر د ۱۰۰ جریبه دولتي ځمکې انتقال، د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په خانقاه کلي کې د برېښنا آمریت د جوړولو په خاطر د ۲ جریبه دولتي ځمکې انتقال، د لوګر ولایت په مرکز په شیروازده کلي کې د ښوونکو د ښارګوټې د جوړولو په خاطر د ۳۵۰ جریبه دولتي ځمکې انتقال، د فراه ولایت په مرکز کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د امریت د ودانۍ د جوړولو په خاطر د ۲ جریبه دولتي ځمکې انتقال، د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د کرنې د تحقیقاتي فارم د جوړولو په خاطر د ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکې انتقال، د زابل ولايت په مرکز کې د ښوونکو د روزنې ودانۍ د جوړولو په خاطر د ۱۱،۷ جریبه دولتي ځمکې انتقال او د قندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا سیستم د جوړولو په خاطر د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې انتقال غونډې ته وړاندې کړ چې د کابینې له لورې تائید شول.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د بین المللي معاهداتو لس مورده غونډې ته مطرح کړل چې تائید شول.# پ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته