-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديو ځانمرګي بريد له امله يو تن شهيدشو او څلور تنه نور ټپيان شول .
ځانمرګي يرغلګر چې په يوه بمي موټر کې شپور و ، نن سهار د اووه نيمو بجو په شاوخوا کې دجلال اباد ښار هوايي ډګر ته څيرمه ديوې امنيتي پوستې په وړاندې ځان وچاوه .
دننګرهاردوالي وياندعطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې يو پوځي شهيد او ددرېو تنو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې ددغه ځانمرګي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بريد عامل بولي .
دجلال اباد په يوروغتون کې ډاکترانو ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل