فرهنګ

دسوداګرو ښځو لپاره دظرفيت لوړولو ورکشاپ جوړ شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن دسوداګرو ښځو زده کړه .ييزورکشاپ پرانست.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه ورکشاپ  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دګرځندوى معينيت، دښځو دنړيوال کمپاين  دبنسټ او دعزيزي خصوصي بانک په اهتمام  دسوداګرو او صنعتکارو ښځو په ګډون  جوړه شوې ده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري اوګرځندوى معينې سيدې مژګان مصطفوي ددغه ورکشاپ  دپرانستلو په وخت کې وويل:  له شک پرته  دهېواد په اقتصادي وده کې دښځو رول مهم او ارزښتناک  دى . دافغانستان په اقتصادي  او دازاد بازار په برخو کې دښځو پراخ ګډون به ځلانده راتلونکى  ولري .
هغې وويل: دګرځندوى معينيت په روان کال کې دسوداګرو ښځو دمالونو دوړاندې کولو لپاره ګڼ شمېر نندارتونونه جوړ کړي دي  چې کولاى شو په بادام باغ ، کابل سرينا او بابرشاه په بڼ کې دنندارتونونو دجوړولو يادونه وکړو .
هغې زياته کړه،  دګرځندوى صنعت  دکورنيو توليداتو اودلاسي صنايعو دودې سبب کېږي  چې نننۍ زده کړه ييزورکشاپ دتوليداتو دمعياري کولو او دسوداګروښځوتوليداتو ته دبازار موندنې  په لارو چارو دپوهاوي په مقصد جوړ شوى دى .
مصطفوي  څرګنده کړه دګرځندوى معينيت  دښځو دبين المللي کمپاين له بنسټ او له عزيزي بانک سره دښځو دتوليداتو دبازارموندنې او د ښځو داقتصادي ځواکمنتيا په خاطر سوداګريز تفاهم ليک لاسليک کړ. چې دکابل ، کاپيسا ، ننګرهار او لغمان دښځو دځواکمنتيا پروګرام  تطبيق شوى دى
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته