سیاست

دستري محکمې د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر دسلواغي دري ويشتمه

 ستري محکمې  په يوه ليک کې  خبر ورکړى دى  چې دکونړ ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې قاضي  عبدالبصير او دکونړ ولايت  د استيناف محکمې خدماتي کارکوونکي  روح الله دافغانستان دخلکو دسولي اونيکمرغي  ددښمنانو له خوا په ناځوانمردانه  بريد سره  شهيدان شوي دي او ميرمن او دوه ماشومان يې ټپيان شوي دي . او هم  دننګرهار ولايت  داستيناف محکمې دعامه حقوقو دديوان غړي  انصار الله  مولوي زاده په يوبل  ناځوانمردانه  بريد کې  سخت ټپي شوى دى .

  په هغه ليک کې چې دستري محکمې  له لارې  دباختر اطلاعاتي اژانس ته رسيدلى دى  ويل شوى دى .  قاضيان دديني علومو او دمرستندويو  قضايي علومو  په زده کړي او په مسلکي  تجربو سره  دعدالت دتامينولو او يوخيل  دقوانينو دتطبيق  په خاطر کلونه کلونه  دخلکو په خدمت کې دي  او په پوره بي طرفي سره  خپل  ستر قضايي  رسالت  ادا کوي .  ؛ 

 ستره محکمه دافغانستان دخلکو دغه غير اسلامي او غير انساني عملونه  په کلکه غندي  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ددغه پيښې  شهيدانو ته  دفردوس جنت او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا  هيله کوي  او پاتې کسانو او کورنيو ته يې دجميل صبر  غوښتنه کوي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا