امنیت

شل تنه په بغلان کې د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل /  د چنګاښ ۴ مه / باختر
پوليسو په بغلان کې د جنايي جرمونو په  تړاو د ٢٠ کسانو د نيولو خبر ورکړ.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال علي علمي ته وويل چې دغه کسان په وروستيو کې د بغلان له مرکز او ولسواليو څخه نيول شوي دي.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه ٢٤ کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو توغندى ويشتونکى او يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته