امنیت

د طالبانو د ډلې يو قو ماندان په ګرديزکې ونيول شو

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان په خوست ولايت کې دملي دفاع وزارت دځانګړې قطعې د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
دملي دفاع وزارت مطبو عا تي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د وسله والو طالبانو يو قوماندان يوسف خان چې وسله والو مخالفينو ته د وسلو اومهماتو په ليږدولو کې فعاله ونډه لرله؛ نن د ملي اردو دځانګړې قطعې د منسوبينو د عملياتو په بهيرکې له څلوروسپکو وسلو، يوې اندازې مهماتو او يوې مخابرې سره دخوست ولايت دګربزو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
ديو بل خبر له مخې: د ملي اردو دځانګړې قطعې منسوبينو د قند هارو لايت دنيش ولسوالۍ په مربوطاتوکې دعملياتو په بهيرکې ديوقوماندان په ګډون څلورتنه وسله وال طالبان ونيول .
ويل کيږي له نيول شويو کسانو څڅه يوه اندا زه وسلې او مهمات تر لاسه شوي دي .
په يولړ نورو عملياتوکې چې د خوست ولايت د متون په سا حه کې ترسره شول؛ د وسله والو مخالفينو يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ونيول شو .
دغه قوماندان په خوست ولايت کې د وسله والو عملياتو په پلان جوړولو او همغږۍ کولو او دغه راز د ماينو نو په ښخولو کې رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته