سیاست

دسترې محکمې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې يولړ مسئلې وڅيړلې شوې .

کابل – باختر- دزمري شلمه :
دسترې محکمې عالي  شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې درييس قانونپوه  سيد يوسف  حليم په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي  موضوعګانې  يې وڅيړلې  .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، شورا لومړى دکابل ښار په ګډون دهيواد په بيلابيلو سيموکې دوروستيو بمي او ځانمرګو بريدونو په نسبت  چې زموږ ګرانو هيوادوالو ته دسر ددرندو زيانونو او مالي تاوانونو سبب شول دژورې خواشينۍاوخپګان مراتب څرګندکړل اوله مصيبت ځپلو او ويرجنوکورنيو  سره دهمدردۍ  او غمشريکۍ  په ترڅ کې يې دافغانستان دسولې اوثبات  ددښمنانو دغه شان عملونه توجيه  نه منوونکي وبلل او ويې غندل او دلوى  خداى ( ج )  له دربار څخه يې ددغو پيښو شهيدانو ته دفردوس جنت ، ټپيانو ته دبيا روغتيا او مصيبت ځپلو کورنيو  ته يې دجميل صبر هيله وکړه .
وروسته له اجندا سره سم دځينو رسيدلو استهداګانو  په باب غور او څيړنې وشوې او ديوې مدني او تجارتي دعوا په برخه کې  چې مستحجر دپخواني مالک په اجازه په مورثي ځمکه کې ابادي کړې ده دسترې محکمې  د غوڅو او وروستيو  حکمونو پر تطبيق  باندې دڅارنې درياست داستهدايې  په وړاندې لارښوونه وشوه که چيرې  ابتداييه تجارتي محکمه بې احتياطي تدبيرونو په تجويز هوډمنه وي  دمدني قانون د ٢٠٢٧ مادې اودمدني محاکماتو داصولو دقانون د ٢٤ مادې په رعايتولو سره دې د قضايي قرار په صادرولو سره لازم تصميم ونيسي .
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت دقونسلي  رياست دهغه ليک  په باب چې په بلخ ولايت کې ددغه وزارت دنمايندګي  په غوښتنه ليکل شوى دى لارښوونه وشوه چې دسترې محکمې دعالي شورا د ١٣٨٨ کال دسلواغې د مياشتې دشپږ ويشتمې نيټې د ٩٠٦ ګڼه مصوبې په رعايتولو سره هغه وثيقې  چې له هيواد څخه بهر ته ليږلې کيږي داړونده استيناف محکمې له تصديق وروسته دسترې محکمې دذاتيه  رياست له لارې دبهرنيو چارو وزارت ته ارجاع شي .
په همدې ترتيب دترکه خط ديوې وثيقې  دمثنى   داجرا کولو د څرنګوالي په باب چې اصل يې بې درکه شوى دى اوکنده يې هم سپينه ده  دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدايې  په باب  دوثيقو  دليکنې او داشباه تعليماتنامو دمادو  دصراحت  له مخې لارښوونه وشوه چې ددغه شان وثيقو  دمثنى برابرول چې قانوني پړاونه يې نه دي بشپړکړي متعذر دى .
دغه راز په يوه شرعي قباله کې له ليکل شويو حدودو  څخه دزياتې ځمکې دقبالې داجرا کولو دڅرنګوالي په باب  دسترې محکمې د وثيقو  او دسندونو دثبت دلوى رياست داستهدايې  په وړاندې څرګنده شوه چې موضوع دې دوثيقو  دليکنې دتعليماتنامې دنهمې مادې دصراحت له مخې اړوندې واکمنې محکمې ته وسپارله شي  چې له لازمو تحقيقاتو وروسته او دبنيادي سندونو او مدارکو له مخې او دنافذو قوانينو له حکمونو سره سم په دې برخه کې تجويز ونيسي .
  دعالي شورا په غونډه کې دغه راز دسعودي عربستان او دافغانستان داسلامي جمهوريت دعدليې وزارت ترمنځ دحقوقي او قضايي  همکارۍ تفاهم ليک تاييد شو او هم دقضاييه قوې په تشکيل کې  دژوندانه دچاپيريال  دمحکمې د جوړولو په باب دژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې دغوښتنې .
دهرات  دنظامي  استيناف دمحکمې دتشکيل دپراختيا په اړوند ددغې محکمې دغوښتنې او په قندهار زون کې  دنظامي استيناف  دمحکمې دفعالولو  په خاطر دلوى څارنوالۍ دغوښتنې په باب  لازمه څيړنه او غور وشو .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دبيا کتنې شپږ غوښتن ليکونه ، دمحکمې دبدلون پنځه ويشت غوښتن ليکونه او دڅيړنې دصلاحيت دتنازع يوه موضوع هم داجندا يوه برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته