اقتصاد

په بدخشان کې سږکال په ۴۰۰ هکتاره ځمکه کې زیره کرل شوې ده

۷- کابل / د لړم ٢٩ مه / باختر
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږکال په دغه ولایت کې په ۴۰۰ هکتاره ځمکه کې زیره کرل شوې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس معین الدین عیني وايي چې سږکال د دغه ولایت په شغنان، اشکاشم او شهدا ولسوالیو کې یې په ۴۰۰ هکتاره ځمکه کې زیره کرلې ده.
عیني زیاتوي چې په بدخشان کې دوه ډوله زیره شته. یو یې په وحشي او طبیعي ډول په غرونو کې پیدا کېږي او بل یې مصنوعي او کرنیزه ده.
د دغه بوټي د محصولاتو یوه برخه په هېواد کې مصرف کېږي او بله برخه يې هندوستان، پاکستان او ترکیې ته صادرېږي.
د زیرې دغه ډولونه ډېر مشهور دي: توره زیره، کجک زیره، شېبري زیره او سپینه زیره.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وايي چې په اوسط ډول هر کال په دغه ولایت کې ۱۰۰ ټنه زیره تولیدېږي او له دې لارې څه ناڅه ۴۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کېږي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته