امنیت

په ننګرهار کې کابو پنځوسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د زمري د مياشتې  ١٥ :
اووه ويشت تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره د نښتو په بهير کې ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړه په تيرو څلورويشتو ساعتو کې د ننګرهار ولايت د پچيراو ګام ولسوالۍ کې شوې ده.
دافغانستان په ختيځ کې د ملي اردو دځواکونو وياند شيرين آقا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو نښتو کې چې دپوځي عملياتو په بهير کې ونښتې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه لس تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته