امنیت

لس تنه طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
په بدخشان ولايت کې دامنيتي  ځواکونو  دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او درې تنه نور يې ونيول شول .
دغه عمليات پرون ددغه ولايت ددرايم  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول  او تراوسه پورې دوام لري .
دبدخشان ولايت  دپوليسو دمقاماتو دڅرګندونوله مخې :   وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختو کې په دغې ولسوالۍ کې خپل تحرکات زيات کړي و.
دبدخشان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند لعل محمد احمدزي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې لس تنه وسله وال طالبان  ددغه ولايت ددرايم ولسوالۍ  دامچيان په سيمه کې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول.
ده زياته کړه ، طالبانو په دې وروستيو وختو کې ددغې ولسوالۍ په ځينو برخو کې دامنيتي ځواکونو او دخلکو په وړاندې  خپل تحرکاتو ته زور ورکړى دى.
احمدزي  وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې  وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ له زياترو سيمو څخه شړل شوي دي او دغې ډلې ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دده دڅرګندونوله مخې، ددغو عملياتو په بهېر کې دطالبانو يوه اندازه  جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دپوليسو وياند وويل ، ددغو عملياتو په بهېرکې  امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته