کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د کابل ترافيکو د لوى مديريت خبرتيا
يومجهول الهويه سړى چې پنځوس کاله عمر لري آبي کميس او فولادي جمپرپه ځان کې لري د لړم د مياشتې په لسمه نيټه مرکزي سيلوته مخامخ په يوه ترافيکي پېښه کې ټپى شوې و او په علي اباد روغتون کې بستر و، اوس د دغه روغتون د تيلفوني اړيکو له مخې روغ شوى دى خپلوان يې کولاى شي د هغه د تسليمي په خاطر د علي اباد روغتون ته ورشي اويا د زياتومعلوماتو د ترلاسه کولوپه خاطر د کابل ترافيکو د لوى مديريت د پېښو د څېړنې امريت ته مراجعه وکړي اويا هم ٠٧٩٦١٨٥٥٢٧او٠٢٠٢٥٠٣٧١١شمېرې تيلفونونوسره اړيکه ونيسي.
ختم- ج -اکرم