امنیت

سل وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري ۱۲ مه
په فراه کې ۱۰۰ وسله وال طالبان تېره شپه په پوځي عملياتوکې ووژل شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ۱۰۰ وسله وال طالبان د پوځيانو په ګډو عملياتو کې چې د فراه په مرکز او ګينهکان رج او باغيل کليو کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه وويل: په وژل شويو کسانوکې د وسله والو طالبانو سيمه ييز  قوماندانان ملا ضيا الدين، ملاعزت، ملا رسول، حافظ قدرت، ملا مصطفي او ملا سخي هم شامل دي.
په عملياتوکې څه ناڅه ۵۰ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن څو وسلې هم د پوځيانو لاس ته ورغلې دي.
د هغه د څرګندونوله مخې: د وسله والو طالبانو څلور نقليه واسطې هم له منځه ویجاړ شوي دي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته