خبرونهاقتصادټولنه

د څه د پاسه ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ په ګمرک کې د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د مالیې وزارت ملا محمد ناصر آخوند او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو، د ۴۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ په ګمرک کې د موټرو د تمځای جوړېدو پرانیستنه وکړه.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د یادې پروژې په  پرانیست‌غونډه کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د سوداګرو د هڅونې ترڅنګ ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت ټولې ادارې مکلفې دي چې په بېلابېلو برخو کې سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د مالیې وزارت سرپرست ویلي دي: زموږ هڅه دا ده چې په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو د برابرولو په موخه د هېواد په نورو ګمرکونو کې هم ورته پروژې پیل کړو.

د یادونې وړ ده چې د بلخ ګمرک د موټرو د تمځای پروژه په شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه کې پلې کېږي چې چارې به يې تر راتلونکو اوو میاشتو پورې بشپړې شي. د دغې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته