فرهنګ

پوهاند باوري : داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې په هيڅ صورت د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي دمنلو وړ نه دى .

کابل باختر دکب  يو ويشتمه :
دښځونړيواله ورځ  نن ددې وخت رارسيدلى دى  چې ټول د کليوالي ښځو په ژوندانه کې  دمثبتو بدلونونو دراوړلو په لور وډانګو تر شعار لاندې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  ونمانځل شوه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  لومړى  دښځو دنړيوالې ورځې  له امله ښځو او نارينه و ته مبارکي وويله او زياته يې کړه  چې عاطفي اړيکه دنارينه و په شتون کې ده خو دغه اړيکه په ښځو کې له نارينه و څخه زياته ده . او علت يې  اروا پوهان  دوه څيزونه  بولي . يو په ټولنه کې دښځو دموقعيت له نظره دنارينه وپه نسبت  ددوى دچاپيريال او محدوديتونو په لحاظ ښځې زياتې عاطفي دي .
دويم دستونزو په وړاندې د ښځو مقاومت او ظرافت  ددې سبب شوي دي چې ښځې  زياتې عاطفي وي .
ده زياته کړه هغه مرحمت  ښځې دکورنى او اولادونه په نسبت لري  دهغوى دذاتي ظرافت  نښه نښانه ده .
  ده دغه راز وويل دښځو ځواکمني  دنارينه و په نسبت  څو برابره زياته ده . ځکه  که چيرې يو ماشوم  يوه نارينه ته وسپاري  چې دهغه څارنه وکړي له دوو ساعتونو وروسته  ستړى کيږي او ماشوم پريږدي . برعکس  ښځې په ساعتونو ساعتونو دخپلو ماشومانو  مواظبت کوي او نه سړي کيږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست دښځو دمحروميت په اړوند وويل  يو له هغو دلايلو څخه  چې ښځه محرومه ده  ، دادى  چې ښځه  داړيکې په توګه  پيژني نه دهغې دانساني مقام په لحاظ او ترهغه وخته پورې  چې ښځه  خپلواک موجود تصور نه شي  .  ښځه محرومه ده .
ده زياته کړه ، ددې لپاره چې  ښځه يوخپلواک موجود وپيژندله شي دې ته اړتيا ده  چې مقاومت  او مبارزه وشي اومبارزه او مقاومت  په دې مانا نه چې دکورنى نظم ګډوډ شي بلکې ماشومانو ته دماشومتوب له دورې څخه په کورنى کې تعليم ورکړى شي .
ده دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي په اړوند وويل  ، داسې زمزمې شتون لري چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دښځو پرخلاف  تاوتريخوالي موجود دى . او موږ بايد دکار دچارو په اړوند دتاوتريخوالي او تهذيب ترمنځ تفکيک وکړو .
ده زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې په هيڅ صورت دښځو پرخلاف  تاوتريخوالي دمنلو وړ نه دى .
وروسته دملي وحدت دحکومت داجراييه رييس  دمبارکى پيغام  ددغه رياست  ديوې کارکوونکې شميم عزيزي  په واسطه  ولوستل شو . چې په يوه برخه کې يې  دملي وحدت دحکومت  اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله داسې ويلي دي ( چې په سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې  دښځو له پراخ شتون پرته په هميشنې پراختيا او په ودانې او سرلوړې ټولنې لاسبرى  متصور نه دى )
دغه راز په پيغام کې ويل شوي دي  چې دملي وحدت حکومت دښځو دحقوقو او د ټولنيز عدالت دتامينولو په تيره بيا دسياسي مشارکت او  دښځو پرخلاف  له تاوتريخوالي  او توپير سره  دمبارزې لپاره عملي ګامونه اخستي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مالي ، اداري او دګرځندوى دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  دښځو دنړيوالې ورځې  دمبارکي په ترڅ کې وويل  که څه هم ددغې ورځې نمادينه نمانځنه  زياتيږي خو ښه به وي چې په دې پلمه  دکار په چاپيريال ، ټولنه او کورنى کې  دښځو حالت وڅيړل شي .
  مصطفوي زياته کړه  سره له دې چې  دښځو دحالت  دښه والي په لاره کې دچارو مسوولينو او دولتي کارکوونکو اغيزمن ګامونه اخستى دى  او دسيمې دهېوادونو په نسبت  ښه اساسي قانون لرو  او دغه راز دهېواد په پارلمان کې  ډير لوړ شمير  ښځې لرو خو لاتراوسه پورې  دکليوالو ښځو لپاره  کار نه دى شوى او دهغوى په حالت کې  بدلون نه دى راغلى .،
  دميرمن مصطفوي دڅرګندونوله مخې ،  زموږ هېواد نه د مدرنيزه  هېوادونو په جمله کې دى او نه هم په بيرته پاتې يعني نه مدرنيزم ته رسيدلى يو او نه هم دومره ودې ته .
له دې امله په دغه هېواد کې ښځې ډيرې زيارکښې دي چې ددولت زيات ملاتړته اړتيا لري .
پوهنيارې مصطفوي زياته کړه  چې له بيلابيلو قشرونو سره  دخبرو او کار په بهير کې  ليدل کيږي چې په نادولتي ادارو کې دکار په چاپيريال کې تبعيض په هر لحاظ زيات دى .
دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندرامرې  محبوبې سعادت  داسلام په مبين دين کې  دښځو دحقوقو او په ټولنه کې  دښځې دمقام په اړوند  خبرې وکړې  او دښځې  دنړيوالې ورځې له امله يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کارکوونکو ته مبارکي وويله  او دافغانستان خلکو ته يې دسولې اونيکمرغي هيله وکړه .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته