سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ غونډې د فاریاب د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی وارزاوه

کابل باختر د تلې د مياشتې ١٠ نيټه :
د فاریاب ولایت په اړه د امنیتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې د دغه ولایت د انکشافي پروژو د تطبیق څرنګوالی و ارزول شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د فاریاب والي نقیب الله فایق د برېښنا پروژو، د سل بستریز او نسایي او ولادي روغتونونو او د اندخوی د اوبو رسولو پروژې په اړه راپور غونډې ته وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه: د فاریاب خلک له زياتې مودې را پدې خوا دې ته سترګې په لاره دي چې دا پروژې ثمر ته ورسېږي او ور ځني ګټه واخلي.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د فاریاب له والي څخه د هغه د غوره مدیریت په خاطر مننه وکړه او اړوندو وزارتونو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې ولایت کې دې د ۱۳۹۷ کال پروژې د مشخصې زمان بندۍ په پام کې نيولو سره تطبیق کړي.
دغه راز جمهوررئیس مالیې او عامې روغتیا وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د فاریاب ولایت د نسایي او ولادي روغتون تشکیل دې بشپړ او د سل بستریز روغتون لپاره دې تجهیزات چمتو او دغه ولایت ته دې ۵ امبولانسونه ورکړ شي. هغه زیاته کړه، مالیې وزارت د امو سیند د غاړو د تحکیم لپاره بودجه لري چې په مصرفولو سره دې د یاد سیند د غاړو د ویجاړېدو مخنیوی وشي.
د هېواد جمهوررئیس د انرژۍ او اوبو وزار ت ته لاښوونه وکړه چې د المار بند تخنیکي ستونزې ډير ژر حل کړي.  هغه څرګنده کړه، د فاریاب ولایت د پروژو لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نيول شوي چې وبه لګول شي.
دغه راز، جمهوررئیس غني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د فاریاب د فرهنګي او تاریخي اثارو ساتنې ته پاملرنه وکړي او د چارو ادارې عمومي ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې د غلام محمد میمنګي په نوم د دولتي مډال د ضرب  قانوني پړاونه طی کړي. همدارنګه  دې د فاریاب ولایت د ۱۳۹۸ کال لومړیتوبونه نهايي شي چې د راتلونکي کال په بودجه کې شامل شي.
دغه راز  جمهوررئیس د فاریاب ولایت د ترانسپورت ترمینل، آقینې ګمرک، مالدارۍ او د سرکونو جوړولو ته د پاملرنې په خاطر لازمې لارښوونې وکړې. #
پاى – ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته