سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات اودسترې محکمې دسرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتوله مخې:

عالي شورا لومړۍ دافغانستان دولسواليو داته ويشتو ابتدائيه محکمو په کمبود پستونو کې دهغي لومړۍ ډلې قاضيانو دټاکنې او موظف کولو دنتيجو په مثبت بللو سره چې دوه مياشتې مخکې ترسره شو اوپه عملي توګه په خدمت کې شامل شوي دي ، دقضايه قوي داداري عمومي امريت ته لارښوونه وکړه چې په ورته کميت سره دنافذي مقرري په رعايتولو سره دقضا د مسلک په شرايطو برابر ددويمې ډلې غوښتونکو دجذب پروګرام ترلاس لاندې ونيسې اوله جمهوري رياست څخه دهغوي دقضايي انسلاک له ترلاسه کولو او له اړتياسره سم دلازمو قضايي زده کړې وروسته دولسواليو دابتدائيه محکمو په پاتې کمبودو بستونو کې موظف شي .

عالي شورا دغه راز دکادري ثبات په برخه کې ديوې ټاکلي پاليسۍ دبرابرولو په لاره کې په پخوانيو تصويبونو په ټينګارسره پريکړه وکړه چې په اړونده دنده کې دخدمت ددريو کلونو له بشپړولو مخکې دي په غيرموجه ډول دقاضيانو له بدلولو څخه ډډه وشي اوهم دې له قانوني دلايلو پرته دولايتونو په مرکزونو کې دولسواليو دابتداييه محکمو دقاضيانو دموظف کولو مخه ونيول شي .

وروسته دقضايې پلټنې درياست او دتدقيق او مطالعاتو درياست رپوټونو ته په پاملرني سره دجوزجان او هرات دولايتونو دمحکمو ديوشمير قاضيانو دقضايي سرغړونې څيړنه دسترې محکمې په ديوانونو کې دهغوي له خوا دصادرو شويو پريکړو دڅيړنې نتيجو ته وځنډول شي اوهم دبادغيس ولايت داستيناف محکمې دوو تنو قاضيانو ته په يوه مشخصه موضوع کې ددوي وظيفوي سرغړونې په دليل داخطار توصيه وشوه.

وروسته له قضايي اوغيرقضايي مراجعوڅخه دځينورسيدلواستهداګانو په اړوند دغه لارښوونې وشوې .

دکابل ولايت په ده سبز اوباريک آب پورې په اړوندو ساحو کې دملکيت دپيرودنې او پلورني په معاملو کې دسترې محکمې دعالي شورا د٤٦٠ ګڼه مصوبي دتطبيق دڅرنګوال په برخه کې دکابل ولايت داستيناف محکمې درياست داستهدا له مخې لارښوونه وشوه دښاري پلان په هغو ساحو کې چې دوزيرانو شورا دمصوبي او حکم له مخې دپيرودنې اوپلورني ممنوعيت وضع شوي دي دوزيرانو شورا له مصوبي سره سم اوپه نورو سيمو کې دسترې محکمې دعالي شورا دمصوبي دمقيداتو په پام کې نيولوسره اجراات وشي .

دغه راز په کندهارولايت د دوو تنو نظامي سرتيرو په اتهام دوسلو داستعمالولو دمقرراتو دنقض په دوو قضيو کې چې دمړينې سبب شوې ده دڅيړنې دصلاحيت دتنازع په برخه کې دلوى څارنوالۍ دپوځي معاونيت استهدا ته په پاملرني سره چې عسکري محکمو او هم دسترې محکمې دنظامي جرمونو ديوان ديوتن مرتکب دعمر دکموالي په دليل ددغو قضيو په څيړنه کې اجراات نه دي کړي ،. څرگنده شوه که چيري دغه تورن کسان له اتلس کلنۍ څخه ښکته وې سرتيري والي يې دلغوه وړ دي او ددوي ارتکابيه جرمونه دعادي جرمونو په توګه دماشومانو دمحکمو له لاري دڅيړنې وړ صلاحت په حوزه کې شامل دي .

په همدي ترتيب دهغو مجرمينو په پخوانيو جرمونو دسولې دټينګښت دبهير داغيزې دڅرنګوالي په باره کې چې له دغه بهيرسره يوځاى شوي دي دتدقيقي نظر او استهدايي په باب څرگنده شوه چې په دې باب دملي روغې جوړې قانون پوره صراحت لري هغه ته په مراجعي سره دې لازم اجراات وشي.

په يو مشخص مورد کې دهيواد دخپلواکي دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې اودنيکمرغه کوچنۍ اختر په مناسبت د جمهوري رياست دمجازاتو دبخښنې او تخفيف د٤٧ ګڼه فرمان دتطبيق دڅرنګوالي په باب ديوې بلي استهدايي په باب لارښوونه وشوه چې له بخښنې او تخفيف څخه داستفادي دمحدوديت خنډونه دهمدي فرمان په جلا فقرو کې صراحت لري له هغي سره سم دي اجراات وشي .

دغه راز دسترې محکمې عالي شورا دعسکري جرمونود قانون د ٣٤ مادي او دعسکري منسوبينو دترافيکي دوسيو په څيړنه کې په هغي باندې داستنادپه اړوند داستهدايي په وړاندې خبري وکړې اوپه نظامي او عسکري محکمو کې دهغي درعايتولو اوپه هغي کې داټکل شويو حالاتو دحدودو له پلوه دنطر وړ ماده دزيات تفسير اوتوجيه وړ وبلله اوپه دې اړوند يې لازمي لارښوونې صادري کړي.

ددوسيو دبيا کتنې دپنځو غوښتنو اودمحکمې دبدلون ددولسو غوښتنوپه څيړنې سربيره چې ددعوا دخاوندانو اودلوى څارنوالۍ داداري له خوا په مدنې او جزايې قضيو کې طرحه شوي و دهريو په باب لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته