اقتصاد

دترانسپورت او هوايي چلند وزارت : هيله لرو چې ډير ژر افغانستان د هوايي چلند دنړيوال سازمان له تور لست څخه ووځي.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دترانسپورت او هوايي چلند وزارت هيله لري چې دهيواد هوايي شرکتونه  ډير ژر دنړۍ دهوايي چلند دسازمان له تورلست څخه  وايستل شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې  :
دترانسپورت او هوايي چلند وزارت ويندوى حکمت الله قوانچ   وويل   دهيواد دهوايي چلند شرکتونه له څلوروکلونو را په دې خوا د نړۍ دهوايي چلندسازمان      ( ايکاو  )  په  تورلست کې شامل شوي دي او دا کار ددې سبب شوى دى چې دغه شرکتونه اروپايي هيوادونو ته د الوتنې اجازه  ونه لري .
ده زياته کړه  (  ايکاو  )،دهوايي ډګرونو نه معياري  والى ، د سمبالو   الوتکو نشتوالى ،  په الوتنه کې نه مصوونيت  ، دمجرب پرسونل نشتوالى  او  دتخنيکي پلټنې نشتوالى  هغه موارد و چې د نړۍ دهوايي چلند سازمان دهوايي چلند افغاني شرکتونه په تور لست کې شامل کړي   چې له امله يې دغو شرکتونو اروپايي هيوادونو ته د الوتنې حق له لاسه ورکړ .
قوانچ زياته کړه  ، دترانسپورت او هوايي چلند وزارت په دې موده کې زياتې هلې ځلې وکړې هغه شرايط   چې دنړۍ دهوايي چلند سازمان وضع کړي  و ،مساعد کړي چې کورني  هوايي شرکتونه بيا اروپايي هيوادونو ته د الوتنې حق ترلاسه کړي او له تورلست څخه و ايستل شي.

په همدې مقصد دترانسپورت او هوايي چلند وزير په ترکيه او په نورو  هيوادونو
کې ددغه سازمان له مقاماتو سره غونډې  وکړې چې دغه  ستونزې لري شي .
قوانچ زياته کړه ، له منل شويو نړيوالو معيارونو سره  سم  دکابل ، هرات ، مزار شريف او د قندهار دهوايي ډګرونو چمتو کول ، دهوايي چلند  دخپلواکې ادارې جوړول ، د نوې مقررې  برابرول او د تخنيکي او دالوتنې کارکوونکو ته  دلازمو روزنيزو  پروګرامونو په  زياتوالي  سره دهيواد په دننه او بهر کې د  کارکوونکو دظرفيت لوړول  ددغه وزارت کړه وړه دي  او هلې ځلې روانې دي چې د روان کال تر پايه پورې دهوايي پلټنې اداره هم  جوړه شي.
دترانسپورت او هوايي چلند وزارت ويندوى  له تورلست څخه د وتلو په مقصد يو لازم شرط په کيفيت سره دخدمتونو د  وړاندې کولو له  لارې دمعياري الوتکو لرل وبلل او زياته يې کړه  چې دغه وزارت دغه موضوع  له کورنيو شرکتونو سره طرحه کړې ده  چې منل شوي  نړيوال معيارونه پوره   کړي او خپل خدمتونه له  هغو سره سم وړاندې کړي   له دې    پرته له   نوې مقررې سره  سم دفعاليت   جواز سلبيږي   او سرغړونکي شرکتونه  لغوه کيږي.
قوانچ هيله وکړه دهغو ناڅيزو ستونزو له  لرې کولو سره  چې لاتراوسه پورې هم  پاتې دي  وکولاى شي افغاني هوايي شرکتونه   په ډير لنډ ممکن وخت کې له تور لست څخه   و ايستل شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته