ټولنه

دځوانانو دچارو معين : دښځو ځواکمن کول ددغې ادارې کاري لومړيتوب دى

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين  ډاکتر کمال سادات  د غزني ولايت  له يوشمير  ښځو او نجونو سره په کتنه کې  وويل  چې دځوانانوپه تيره بيا دښځو اونجونو ځواکمن کول ددغې ادارې په کاري لومړيتوب  کې ځاى لري او په دې برخه کې  يولړعملي ګامونه هم  اخستل شوي دي .
دباختراژانس دخبرله  مخې ،  ډاکتر سادات  دغزني ولايت  د ښځو داقتصادي ځواکمنې لپاره  دعدالت غوښتنې ائتلاف له مسوول او غړو سره  په کتنه کې څرګنده کړه  چې دهېواد په مرکز  او ولايتونوکې  دځوانانو او ميرمنو دظرفيتونو دلوړولو لپاره مو  اغيزمن پروګرامونه  پيل کړي دي .
  دځوانانودچارو معين  په غزني ولايت کې  دځوانانو  دکاردځواک  دبرابرولو په اړوند  ددغه ولايت  د نجونواوښځو  دطرحو اووړانديزونو هرکلى وکړ او له هغوى سره يې  دهمکارى ژمنه وکړه .
  له بلې خوا هم  دغزني ولايت  دښځو  داقتصادي ځواکمن کولو لپاره  دعدالت غوښتنې دائتلاف  ولايتي مسوولې  صديقې رحيمي  په دغه ولايت کې دکار دزمينې  نشتوالې او دنجونو دظرفيتونو دلوړولو دپروګرامونونشتوالې دنجونو لپاره  مهمې ستونزې وبللې  او دځوانانو دچارودمعينيت  له مشرتابه څخه يې  وغوښتل  چې دهغوى ستونزې  وڅيړي .
دې دهېواد په  مرکز او ولايتونوکې  دځوانانو د چارو دمعينيت  دپروګرامونو  دپيل له امله  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  په غزني ولايت کې ميرمنو ته دپروګرامونو په زياتوالې باندې ټينګار وکړ .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته