کابل /دثور ٩مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د کرونا ويروس د دريمې څپې د خپرېدو د مخنيوي په مقصد يوه طرحه جمهوري رياست ته لېږلې ده.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ دعامي روغتيا وزارت د وياند مرستيال ډاکتر عثمان طاهري نن د باختراژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې وويل: اوس وخت شته چې د قرنطين په باب خبرې وکړو.که چېرې په هېواد کې په کرونا د اخته کسانوشمېر زيات شي او حالت بحراني شي په هغه صورت کې به د لوړوزده کړو موسسې ، ښوونځي او د ودونوسالونونه بيا وتړل شي.
ختم – ج – ا