امنیت

له لسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره د دوو قاچاق وړونکو نيول کېدل

تالقان / باختر د زمري٢٦مه
دوه قاچاق وړونکي له لسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره په تخار کې ونيول شول.
چارواکي وايي دغه کسان پرون ناوخته د خواجه غار ولسوالۍ د کوکچې پله په ساحه کې نيول شوي دي.
د تخار د ملي امنيت يوې سرچينې باخترآژانس ته وويل، دغه کسان له ٥١ کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيول شوي دي.
سرچينې نيول شوي کسان د هېواد په شمال کې د نشه يي توکو له خطرناکو قاچاق وړونکو څخه وبلل او ويې ويل چې هغوى له زياتې مودې را پدېخوا د امنيتي مامورينو تر تعقيب لاندې وو.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته