کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان یو فعال غړی او جهادي قوماندان حاجي عبدالقدیر منګل د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.
ارواښاد حاجي عبدالقدیر منګل د یوه مجاهد په توګه او د یوه قومي سپین ږیري او مصلح په حیث د وطن او وطنوالو خدمت وکړ. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د حاجي عبدالقدیر منګل د وفات په مناسبت د ده کورنۍ، د کابل د چهارآسیاب ولسوالي خلکو او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان اعضاوو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.
3 د یوې دقیقې څخه لږ