امنیت

په فارياب کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

ميمنه/ باختر د چنګاښ لسمه :
دوه تنه ډاراچوونکي پرون د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې ووژل شول.
د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندکريم يورش دباخترآژانس خبريال ته وويل چې وسله والومخالفينو د دولت آباد ولسوالۍ د غنده بابا په کلي کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي  ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول او له امله يې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه يې ټپيان شول .
يورش زياته کړه چې د وژل شويوکسانو يو مړى د پيکا له يوې ماشينګڼې او دوو موټرسايکلونو سره د جګړې په ډګرکې پاتې وو چې د امنيتي ځواکونو لاس ته راغلي دي .
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته