فرهنګ

هرات د سينما او تياتر د سالون د جوړولو په درشل کې

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې  ۳مه :
په هرات ولايت کې د سينما او تياتر سالون جوړيږي .
دغه موضوع له سيمه ييزو مسوولينو څخه دهرات دوالي په غونډه کې طرحه شوه.
په دې غونډه کې د تياتر د سالون د جوړولو په مقصد د هرات داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته د هرات په تفريحي پارک کې د هلمند د ساختماني دستګاه د ملکيت د ځمکې د ليږدونې په باب ددغه رياست وړانديز تاييد شو .
  د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان وايي: د دغې ودانۍ په جوړولو سره د هنري او فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو ترڅنګ د تياتر نندارې به هم په يو معياري ځاى کې ترسره شي .
د يوبل خبرله مخې:
دغه راز په دې غونډه کې دهرات د هوايي ډګر مسوولينو په دې اداره کې  د اطلاع رسونې د مرکز د جوړولو خبر هم ورکړ .
د هرات د هوايي ډګر سرپرست وايي: د اطلاع رسونې انټرنټي مرکز چې د الوتنو او تاريخي او ګرځندوى جاذبو په  معرفي کولو لاس پورې کوي، د هرات د هوايي ډګر د کارکوونکو په همکارۍ  پيل شوى دى .
په دې انټرنټي پاڼه کې د الوتکو د الوتنې او کښيناستو د ساعتونو، د هوايي شرکتونو د خدمتونو او د هوايي ډګر د خدمتونو په ګډون د ټولو الوتنو مشخصات هم  خلکو ته وړاندې کيږي . د هرات ولايت خلک کولاى شي دالوتنو په باب د اطلاعاتو د ترلاسه کولو ترڅنګ خپل شکايتونه هم له مسوولينو سره طرحه کړي .
دهرات والي د هوايي ډګر دملکي څانګې د مسوولينو ددغه اقدام قدرداني وکړه او خلکو ته داطلاع رسونې په لاره کې ددغه انټرنټي سايټ جوړول يې ارزښتناک وباله .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته