فرهنګTOP

محمد طاهر زهير: سيد جمال الدين افغان نه يوازې يو افغاني، بلکې یو نړيوال پوه و چې افکارو یې پر ټولې اسلامي نړۍ اغېز لاره

کابل / د مرغومي ١١مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په کابل کې د مصر سفارت له قونسل او د فرهنګي برخې له مسوول محمد، د قونسل له مرستيال، په افغانستان کې د مصر د الازهر پوهنتون د ماموريت له رييس ايمن صلاح او د مصر د الازهر پوهنتون له استاد شيخ جمعه عبدالرحيم سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د دغه وزارت د انتشاراتو سلاکار ډاکټر محب الله ذاکري هم حاضر و، په نږدې راتلونکي کې د مصر او افغانستان ترمنځ د يو فرهنګي هوکړه ليک د لاسليک کولو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: په هغو خبرو کې مو چې د مصر د دولت له سفير هاني صلاح مصطفی سره لرلې؛ د يو هوکړه ليک پر بنسټ، پر فرهنګي پروګرامونو به کار وکړو.
محمد طاهر زهير د مصر او افغانستان ترمنځ لرغونې اړيکې په نيکۍ سره يادې کړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د مصر د الازهر د روزنيز بنسټ اوږدمهال شتون او فعاليت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ منعکس کوونکى دى.
په افغانستان کې د مصر سفارت قونسل او د فرهنګي برخې مسوول محمد، د افغانستان او مصر ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پراختيا او ټينګښت ټينګار وکړ او سيد جمال الدين افغان يې يو نړيوال شخصيت وباله.
وروسته په افغانستان کې د مصر د الازهر پوهنتون د ماموريت رييس ايمن صلاح په خپلو خبرو کې وويل: سید جمال الدين د مسلمانانو پر یووالي او پيوستون ټينګار کاوه او په دې باور و چې د ديني تعاليمو او د وخت د مقتضياتو ترمنځ همغږي رامنځته شي.
په افغانستان کې د مصر د الازهر پوهنتون د ماموريت رييس وويل: اوس سلګونه زده کوونکي په دغه مرکز کې زده کړې کوي او دغه راز سلګونه افغان محصلان د مصر په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کړې پر مخ وړي.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، د دغه وزارت د کارکوونکو لپاره د عربي ژبې د زده کړې پروګرام د جوړولو په خاطر په افغانستان کې د مصر د الازهر پوهنتون د ماموريت رييس ايمن صلاح او د مصر د الازهر پوهنتون د استاد شيخ جمعه عبدالرحيم د غوره خدمتونو او هلوځلو په وياړ هغوى ته ستاينليکونه ورکړل.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته