سیاست

حاجي محمد محقق : دنشه يي توکو اود مهاجرت ستونزه په افغانستان او ايران کې محدوده نه ده بلکې دسيمې او نړۍ ستونزه ده

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مرستيال  حاجي محمدمحقق اوملګري هيئت يې پرون دايران داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو له وزير سره   په دغه هېواد کې   دميشتو افغان مهاجرينو داستوګنې دويزې  دتمديد په اړوند  وکتل  او خبرې يې ورسره وکړې.
دتهران له ښار څخه دباخترآ ژانس  داستول شوي خبريال  احمدضيااحمدي دخبرله مخې :  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مرستيال  حاجي محمد محقق پرون سهار  ديو جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ   دايران اسلامي جمهوريت ته سفر وکړ.
دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو  له وزير سره دافغانستان داجرائيه رياست دمرستيال  په کتنه کې  په داسې  حال کې چې  په ايران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت لوى سفير ډاکترنصيراحمد نور  هم برخه لرله په ايران کې  دميشتو افغان مهاجرينو  داستوګنې دويزې  دتمديد ، په ايران کې   دافغانستان داتباعو داستوګنې  دقانونمند کيدو ، دهغو افغان مهاجرينو دتګ راتګ په خاطر  دلازمو اسانتياوو دبرابرولو چې  داستوګنې سند لري  ، هغو افغان مهاجرينو ته دويزې او مجوز دصادرولو په باب  چې په ايران کې  دکار نيت لري ، خبرې وشوې .
په دې کتنه کې دافغانستان داجرائيه رياست مرستيال وويل  چې دواړه ستونزې  نشه يي توکي او مهاجرت   په دغو دواړو هېوادونو افغانستان او ايران پورې محدودې نه دي  بلکې دسيمې او نړۍ  ستونزه  ده چې په دې برخه کې   په سيمه او نړۍ کې  ددوستانو  هر اړخيزې همکارۍ ته اړتيا ده.
ده زياته کړه : دافغانستان دولت   په هېواد کې   له روږديتوب څخه دلاس اخيستلو اود روږدو کسانو ددرملنې په خاطر په يو لړ اقداماتو لاس پورې کړى دى اوپه دې برخه  کې يې دايران داسلامي  جمهوريت په همکارۍ باندې ټينګاروکړ.
دهېواد اجرائيه رياست مرستيال حاجي محمدمحقق دغه راز دافغان  مهاجرينو دروغتيايي بيمې او دموټر چلونې دجواز لپاره دلازمو آسانتياوو دبرابرولو په باب  چې په ايران کې قانوني سند لري؛  هم ددغه هېواد دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
په مقابل کې  دايران داسلامي جمهوريت دکورنيو چارو وزير  دنشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې  ددغه هېواد په همکاريو ،  دبديل کرکيلې په خاطر  دهمکارۍ او هېواد ته  دراستنيدونکو مهاجرينو دميشت  کولو  دستونزو په لرې کولو  او دايران دخصوصي  او دولتي شرکتونوله لارې په افغانستان کې هغوى ته دکار دزمينو دبرابرولو په خاطر  همکاري څرګنده کړه .
ايران ته  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دمرستيال او دده دملګري هيئت  ددغه سفر هدف   دايران په اسلامي جمهوريت کې د ٤٥٠ زرو افغان مهاجرينو داستوګنې دويزې تمديد دى   چې ددوى داستوګنې دويزې  موده دروان کال  دليندۍ دمياشتې  په وروستيو وختو کې  پاى ته رسيږي.
دغه راز  په ايران کې دافغان بنديانو دمجازاتو تخفيف غوښتنې چې په اعدام محکوم شوي دي ، افغان محصلانو ته دهغوپنځه سوه دايران  دهغو تحصيلي بورسونو داجرا کولو  چې  په تيرو کلونو کې ځنډول شوي دي  ، دافغان  مهاجرينو دښوونځيو زده کوونکو ته دتعليمي آسانتياوو دبرابرولو ، دچاه بهار بندر له لارې افغانستان ته  دهېواد دتجارتي مالونو لپاره دزياتو  ترانزيتي اسانتياوو دبرابرولو په ګډون دموضوعګانو او دمعلولينو  دبيا ځواکمنۍ له مرکز سره دهمکارۍ دجلبولو په باب چې پخوا په کابل کې جوړشوى و  او اوس  يې فعاليت ځنډول شوى دى  ، خبرې کيږي .
دغه راز دافغانستان دروږدو کسانو ددرملنې او دفينکس  کمپنۍ  دتمويلو په اړوند چې دروږدو کسانو دساتنې او درملنې لپاره دافغانستان داسلامي  جمهوريت دوزيرانو شورا له خوا په پام کې نيول شوى دى او هم دروږدو کسانو  ددرملنې  لپاره  دلنډمهالو  روزنيزو کورسونو جوړولو  اوپه نورو برخو کې  دهمکاريو په باب به  دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره  خبرې وشي.
ددغه هيئت په ترکيب کې  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت معين  احمدولي حکيمي ، دکار، ټولنيزوچارو ، شهيدانو او معلولينو  وزارت معين  حسام الدين همراه ، دلوړو زده کړو وزارت معين  ډاکتر برى  صديقي ،  دپوهنې وزارت  دليک لوست دزده کړې دچارو معين محمدعظيم کربلايي ، دولسي جرګې   دنړيوالو چارو دکميسيون غړى  محمد داودکلکانى ،  داجرائيه رياست  ددويم معاونيت  ددفتر رييس  ګل حسين احمدي  او دبهرنيو چارو وزارت  دقونسلي چارو او ددويمې سياسي څانګې  درياستونو  مرستيالان  شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته