امنیت

د کندز له تعليمي مرکزڅخه ٥٣ سرتيري د فراغت تصديق ليکونه ترلاسه کړل

کابل – باختر دليندى دمياشتې ٢
د هيواد د شمال ختيځې ولايتونو ٥٣ تنو سرتيري پرون د قندز ولايت له تعليمي مرکز څخه خپل تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
په کندزکې د پوليسو د تعليمي مرکز قوماندان څارمن ساپي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سرتيري دکندز ، تخار او د بغلان د ولايتونو په امنيې قوماندانيو پورې اړه لري چې له څلور اوونيزو نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ او بېرته خپلو قطعاتو ته ستانه او د مسلکي پوليسو په توګه دنده ترسره کوي.
خبرځاى زياته کړه : له دغه مرکز څخه د سرتيرو د فراغت ٣٨ مه دوره ده چې د پوليسو او د نظامي قوانينو په برخه کې د څلورو اوونيو په بهيرکې په عملي او نظري ډول مسلکي زده کړې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته