کابل باختر دکب شپاړلسمه :
درې نوي کيلوګرامه اپين د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا پرون کشف او ضبط شول .
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي توکي چې په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوي و؛ د دغه ولايت د پوليسو له خوا د کشم ولسوالۍ په ساخدان کلي کې کشف اوضبط کړي شوي دي
خبرځاى زياتوي چې د دغې قضيې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ