سیاست

حامدکرزي : دافغانستان خلک له امريکا سره دامنيتي قراداد په باب موافقه لري خو هغه وخت به لاسليک شي چې دخلکو امنيت اومصوونيت تامين شي .

کابل باختر د ليندي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي وويل دامريکا متحده ايالات بايد زموږ دخلکو هغه اساسي اړتياوې چې هماغه دسولي اوامنيت تامينول او دهغوى دکورونو مصوونيت دى په پام کي ونيسي اوزموږ له خلکو سره دي صادقانه همکاري  وکړي .
جمهور رييس په خپلې نوبتي راديويي وينا کې چې دپنجشنبي په شپه دملي راديو دڅپو له لاري خپره شوه يوځل بيا دامريکا له متحده ايالاتو سره دامنيتي او دفاعي تړون دلاسليک په باب په خپلو شرايطو باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دغه شرطونه زموږ دخلکو او هيواد په ګټه دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي ، حامدکرزي په دي راديويي وينا کې څرګنده کړه چې دمشورتي لويي جرګي دسلامشورو او پريکړه ليک په پام کي نيولو سره چې دهيواد په بيلابيلو قشرونو داستازو په ګډون جوړه شوه دهيواد دلوړو ګټو دساتنې په مقصد ځينې شرايط لرو چې دامريکا متحده ايالات دې بايد دقرارداد دتړون له لاسليک کولو مخکې په دي برخه کې دافغانستان لوري ته يو لړ ژمنې وسپارى .
جمهور رييس وويل دهيواد په ګوټ ګوټ کې زموږ هيوادوال په خپلو کورونوکې دامنيت اومصوونيت احساس نه کوي او له دې پلوه کلونه کلونه کيږي چې له بهرنيو ځواکونوسره په شخړه کې يو اوامنيت او مصوونيت خپلو خلکو ته هغه وخت تامينولى شوچې زموږ په ښارونو اوکليو کې دبهرنيو ځواکونو دعملياتو مخه ونيول شي .
دغه راز جمهور رييس دسولې  تامينول له امريکا سره دامنيتي او دفاعي تړون دلاسليک کولو لپاره يوبل مخکنۍ  شرط وباله او اشاره يي وکړه چې دغه شرط  ته دمشورتي لويي جرګې په پريکړه ليک کې هم ځاى ورکړ شوى دى او زموږ خلکو کلونه کلونه دجګړي او نا امنۍ دوام له امله دسردرانده زيانونه او مالي تاوانونه زغملي دي زموږ دټولنې دهر وګړي ټولنه دهيواد  په ګوټ ګوټ کې دسراسري سولي او امنيت ټينګښت دى او دامريکا له متحده  ايالاتو څخه غواړو چې زموږ دخلکو ددغه ملي ارمان دتحقق په مقصد دي له افغانستان سره په صادقانه توګه همکاري وکړي .
دغه راز جمهور رييس په افغانستان کې دشفافو او له بهرني لاس وهنې  پرته دانتخاباتو ترسره کول له امريکا سره دامنيتي او دفاعي تړون دلاسليک کولو لپاره يو شرط وباله او ويي ويل دامريکا دملي امنيت سلاکار له ماسره په کتنه کې په انتخاباتو کې دخپل هيواد دغه لاسوهنې ډاډ راکړ خو دبهرنيو ځواکونو له بريدونو څخه زموږ دخلکو دمصوونيت او هم په هيواد کې دسولي دتامينولو په باب تراوسه پوري  دامريکا له خوا کومه ژمنه نه دى شوى او تراوسه پورې دتړون دلاسليک کولو لپاره زموږ قناعت نه دي برابر شوي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس له امريکا سره دامنيتي او دفاعي قراردادلاسليک زموږ دخلکو په نظر يواځي او يواځي  په هيواد کې دسولي او امنيت تامينول وبلل اوويي ويل  چې بايد دامريکا متحده ايالات زموږ دخلکو هغه اساسي اړتياوي چې هماغه په هيواد کې  دسولي او امنيت تامينول او دخلکو دکورونو مصوونيت  دى په پام کي ونيسي او له موږ سره دي صادقانه همکاري وکړي .
حامدکرزي  وويل دافغانستان خلک په کلي توګه له امريکا سره دامنيتي قرارداد په باب چې مشورتي لويي جرګې هم هغه تصويب کړى دى موافقه لري خو دغه قرارداد په هغه وخت لاسليک شي چې زموږ شرايط ومنل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته