امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو په نويو بريدونوکې داعشيانو ته دسرزيان واوښت

کابل باختر د وري شلمه
دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې دداعش دډلې ٢٣ تنه غړي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې  ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب  قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې دتيرې شپې په بريدونوکې ٢٣ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل چې په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په  اچين ، هسکې مينې  دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبروله مخې، په دغو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړي شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  پوځيانو دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې دشپږو ماينونو په کشف او شنډولو  سره ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دطالبانو دجنګي  وسايلو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغه ډيپو څخه  يوشمير سپکې او درندې وسلې  ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته