امنیت

په زابل کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور  ٢٥:
اته تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
  دخبرونوله مخې،  يوه ډله وسله وال طالبان تيره شپه هغه وخت چې غوښتل دسرتيرو دسپرلۍ  په کاروان په شهر صفا ولسوالۍ کې بريد وکړي ددغو پوځيانو دډزو له امله ووژل شول .
  داتل قول اردو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل په دغه بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې طالبان دسرتيرو دسپرلۍ  کاروان ته تيار شوي و چې دسرتيرو په ډزو سره ووژل شول .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته