امنیت

دننګرهار ولايت دغني خيلو دولسوال ترور .

کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه :
دننګرهار ولايت دغني خيلو  ولسوال دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
په سبحان الله نن سهار دجلال اباد _ تورخم  دلوى لارې په اوږدو کې   ديرغلګرو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو .
  په دې بريد کې دوه تنه نور ټپيان شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل  بريدګر دغني خيلو په ولسوال له ډزو وروسته تښتيدلي دي او دهغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
تراوسه پورې ددغه سيمه ئيز مقام دترور مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخستى .
دجلال اباد _ تورخم  لويه لاره چې دغه پيښه  پکې رامنځته شوې ده دهېواد له ډيرو ګڼ ميشتو لارو  څخه  يوه لاره ده او په هغې کې زيات شمير پوځيان تګ راتګ کوي  او هم ګڼې  پوستې لري .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته