امنیت

په بلخ کې د نوروز جشن د نمانځلو په خاطر امنيتي تدبيرونه

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
د شمال د امن او عامه نظم پوليس د نوروز په جشن کې د امنيتي تدبيرونو د نيولو خبر ورکوي .
د شمال د عامه نظم د پوليسو د شپږمې لوا قوماندان مل پاسوال حسيب الله قريشي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په مزاشريف ښارکې د نوي کال د نوروز جشن د امنيت د تامينولو لپاره شپږ زره تنه ځواکونه ګومارل شوي چې زر تنه يې د امن او عامه نظم پوليس دي .
قريشي خلکو او ميلمنو ته ډاډ ورکړ چې په بلخ کې هيڅ راز امنيتي ستونزه نشته او خلک کولاى شي د بشپړ امنيت په فضا کې نوروز ونمانځي.
خبرځاى د ١٣٩٥ کال په سپرلي کې د پوځي عملياتو د ترسره کولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه عمليات به د دښمنانو د ځپلو په مقصد د شمال په نا امنو سيمو کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولايت او د هېواد د شمال په نورو ولايتونوکې امنيتي مسوولين خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنيتي ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي او هيڅکله نه پريږدي چې مخالفين د دغو سيمو په نا امنه کولو لاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته