کابل باخترد وږي دمياشتې ٢٢ :
دملي دفاع وزارت ويندوى وايي اوس اوس دهېواد په ځينو سيمو کې اوولس پلان شوي عمليات پيل شوي او دوام لري .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې اوس دهېواد دامنيت دښه تامين لپاره دملي اردو په مشرتوب دافغان ځواکونو دسرپل ، ننګرهار ، لغمان، کاپيسا، غزني ، پکتيا ، هلمند اودنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې اوولس چاڼيز عمليات پيل کړي او دوام لري.
دغه عمليات چې دملي اردو دځواکونو له خوا پلان شوى ، رهبري شوي او سرته رسيږي په پايله کې يې وسله والو مخالفينو ته دسر او مال درانده زيانونه اوښتي او ډيرې سيمې يې له دوى شتوالي څخه پاکې شوې دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ