امنیت

دقهرسیلاب څلورنمبر(۱۷) په نامه ګډ جګړه ئیزاوچاڼیزعملیات ادامه لری همدارنګه دقهرسیلاب دوه نمبر(۱۲) په نامه ګډ جګړه ئیزاوچاڼیزعملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل.

 کابل باختر د لړم دمياشتې۲٤مه  
دننګرهارولایت دنازیانوولسوالی په اړوندو سیموکی دقهرسیلاب څلور نمبر(۱۷) په نامه ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دداعش او طالبانود تروریستی ډلو دلمنځه وړلو اوځپلو، دجمهوررييس او ولایتی شوراګانو ټولټاکنو ته دښې زمینی برابرولو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا قوماندانی په مشری دملی اردو ، ملی پولیسو ، سرحدی قواوو، عامه نظم قواوو ، دولسی پاڅون کوونکو اوملی امنیت کارکوونکو په ګډون او دهوایی اوتوپچی قواوپه ملاتړموده وړاندی پیل شوی چی ددوام په ترڅ کی یی په تیرو(۲۴) ساعتونوکی دیادی ولسوالی دلعل منډیی اوباره خیلوسیمی یوشمیرکلی دترهګروډلوله شتون څخه پاکی شوی دی چی په یادوسیموکی دامنیت دلاپیاوړتیاپه موخه (۳)نوری پوستی هم جوړی شوی دی همداشان دعملیاتوددوام په ترڅ کی (۱) کړی ماین کشف اوشنډشوی دی.
یادعملیات په بریالیتوب سره دوام لری
: دکونړولایت نرنګ ولسوالی باډیل دری اړوندو سیموکی دقهرسیلاب دوه نمبر(۱۲) په نامه ګډجګړه ئیز اوچاڼیزعملیات دداعش او طالبانو دتروریستی ډلو دلمنځه وړلو اوځپلو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ددوهمی پلی لوا قوماندانی په مشری دملی اردو ، ملی پولیسو اوملی امنیت کارکوونکو په ګډون او دهوایی اوتوپچی قواوپه ملاتړد۱۳۹۷ کال دلیندۍ دمیاشتی په (۱۹) نیټه پیل شوی وو چی په پایله  کی یی دیادی دری (قلعونه ، اندرګوش ، سره غونډۍ ، خاوروغونډۍ ، غونډه کوه ، اوصوبه غونډۍ ) کلي دترهګروډلوله شتون څخه پاکی شوی دی چی دتصفیه اوتلاشی پرمهال دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
نوموړی عملیات تیره ورځ په بریالۍ توګه پای ته ورسیدل
وسله والوطالبانوتیره ورځ دکابل ولایت دسروبی ولسوالی اوزبین دری په اړونده سیمه کی دورانکاروفعالیتونوسرته رسولوپه موخه (۱) کړی ماین ځای پرځای کړی وو چی له نیکه مرغه مخکی له چاودنی د۲۰۱ سیلا ب قول اردود دریمی پلی لوا دماین پاکونی ټیم له خوا کشف اوپه سیمه کی چاودنه ورکړ شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته