امنیت

د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د پل علم ښار لپاره پوځي مسوول ووژل شو

کابل باختر د ثور  څلورمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د لوګر ولايت د پل علم ښار لپاره نومول شوى پوځي مسوول ووژل شو .
دغه پوځي مسوول تېره شپه د ملي امنيت د ځواکونو په خاصو عملياتوکې ووژل شو.
د لوګر ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ: د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د پل علم ښار لپاره نومول شوى پوځي مسوول  محمد رحيم  د پل علم ښار دست ياري په سيمه کې د دغه رياست د منسوبينو په ځانګړو عملياتوکې او د دغه رياست د کشفي رپوټ له مخې وژل شوى او دوه تنه همکاران يې نيول شوي دي .
د يوه خبرځاى دڅرګندونوله مخې: له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه توکي چې په ماين جوړولوکې کارول کيږي او پاکستاني کارټونه هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته