-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دبلخ ولايت په زارې ولسوالۍ کې په بې ځايه شويو کورنيو يوه اندازه خوراکي توکي وويشل .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مرستيال جنرال توکلي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه خوراکي توکي په هغو اړو کورنيو چې دناامنيو له امله له زارې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوي دي اودمزارشريف په ښار کې په کمپونو کې شپې سباکوي ، وويشل شول . هغه وويل چې له بې ځايه شويو کورنيو سره به ددغو مرستو لړى دوام وکړي . ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ