پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
د لوګر د عامې روغتيا رياست د ودانۍ د جوړولو کار د دغه ولايت د والي له خوا پيل شو.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دڅه د پاسه شل ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په څلورو پوړونوکې په يوه کال کې جوړيږي او په هغه کې د دفترونو لپاره ٣٣ خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د لوګروالي زياته کړه چې د دغې ودانۍ په جوړولو سره به د عامې روغتيا رياست د کارکوونکو د مناسب کاري ځاى د نشتوالي ستونزې لرې شي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ