سیاست

اعلاميه

 کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ١:
د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
د افغانستان او پاکستان د مقاماتو ترمنځ په وروستيو ورځوکې د اړيکو او خبرو په لړکې موږ له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د صادقانه او له توپير پرته د پرمختګونو شاهدان وو، افغانستان تروريزم دواړو هېوادونو او سيمې ته يو ګواښ او خطر بولي او د تروريزم له پديدې سره د مبارزې په لاره کې د ګډو همکاريو په ژمنې ټينګار کړى دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ  او ترانزيت په برخوکې رغنده همکاري کولى شي د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وي او کولى شو دغه کار د همکاريو په خاطر زيات پياوړى کړو .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته