امنیت

دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ خبرتيا

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
د کابل د امنيې قوماندانۍ په يو ليک کې چې باختر آژانس ته يې ليږلى دى؛ ليکلي دي:
څرنګه چې د نيکمرغه کوچني اختر په درشل کې يو؛ دکابل ښاريانو د ښه امنيت د تامينولو په مقصد هيله لرو چې کابل ښاريان دې د ښاري نظم د مراعتولوپه مقصد همکاري وکړي.
څرنګه چې کابل ښاريان خبر دي؛ د زياتو جنايي جرمونو ترسره کيدل، د تورو ښيښو لرونکو، بې پليټه او له قانوني سندونو د نه لرونکو وسايطو او له قانوني مجوزڅخه پرته وسلې په واسطه ترسره کيږي.
ددغو مواردو د له منځه وړلو په لاره کې د تيرو عملياتو په دوام يو ځل بيا د کابل د امنيې قوماندانۍ پوليس هغوکابلي ښاريانو ته چې په پورتينو موادوکې لاس لري؛ خبر ورکول کيږي؛ په دغه شان عملونو لاس پورې کول د قانون پرخلاف دي او جرمي قضيې شمېرل کيږي.
له دې امله دکابل ولايت امنيه قوماندانۍ په جدي توګه ځان هوډمن بولي چې پورتنې قضيې وڅيړي او له سرغړونکو سره د قانون په چوکاټ کې جدي چلند کيږي؛  واسطې او وسلې يې ضبطيږي.
د کابل پوليس له ټولوښاريانو څخه هيله کوي چې د دغه کار په برياليتوب کې له خپلو پوليسو سره مرسته او همکاري وکړي او د اړتيا په صورت کې دې د پوليسو نږدې امنيتي پوستې او يا د پوليسو له ١١٩ او ١٠٠ شمېرو سره اړيکه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته