امنیت

دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٣ :
دملي اردو دوه تنه سرتيري  دطالبانو  له خوا توغول شوي توغندي دلګيدو له امله دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې شهيدان شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړۍ لوا قوماندان جنرال نورمحمدحامد باختراژانس ته وويل  دغه توغندي  پرون دفارياب   ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې  دملي اردو په قرارګاه  ولګيدل  چې له امله يې دملي اردو  دوه تنه سرتيري شهيدان شول  .
خبرځاي زياته کړه دملي اردو ځواکونو دتوغندي دتوغولو په سيمي بريد وکړ چې له امله يې يو طالب ټپي شو او يو تن بل له يوکلاشينکوف سره ونيول شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته