سیاست

دسنا مجلس غونډه جوړه شوه .

 دسنا مجلس  درييس فضل هادي مسلم يار په مشري  دملي شورا  دمشرانوجرګې   ددوديزې لويې جرګې  د کار نتيجې  چې دپروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشري  په کابل کې جوړه شوه  ، مثبتې وبللي .

  دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .  دمجلس په پيل کې  دمشرانوجرګې رييس  ددوديزې لويې جرګې  دڅلور ورځنيو غونډو په کار کې  دملي شورا او په تيره بيا  دمشرانوجرګې دغړو او دهيواد  له ګوټ ګوټ څخه دټولنې  دبيلابيلو قشرونو داستازي دګډون له امله  مننه وکړه  او دلويې جرګې دساحو  د ډاډمن  امنيت  په تامينولوکې دهيواد دپوځي قوتونو دمنسوبينو  رول  او ددغې جرګې  ددارالانشا  ښه لوژستيکي تدارکات وستايل او هغوى يې  ددولت دمشرتابه  دمقاماتو له خوا د ستاينې  مستحق  وبلل .

  مسلميار دغه راز دافغانستان  داسلامي جمعيت  له سرپرست  ښاغلي صلاح الدين رباني څخه  قدرداني  څرګنده کړه چې دسولي دتامينولو په لاره کې  دجهاد او مقاومت دمشر پروفيسر  استاد برهان الدين رباني  له شهادت  سره سره  يې  په دوديزه لويه جرګه کې  په خپلو خبرو کې  په هيواد کې دسولي دبهير له دوام سره خپل ملاتړ څرګند کړى  دى .

 دغه راز نورو سناتورانو هم دلويې جرګې دکار او دکميسيونونو  د مشورتي طرحو په باب  نظر څرګند کړ او هغه يې  يوه  بريالي  او ارزښتناکه  جرګه وبلله  او ددغه  برياليتوب له امله يې دهيواد جمهور رييس  او ټولو هيوادوالو ته  مبارکي وويله .

  په غونډه کې دغه راز دمشرانوجرګې  دلومړي نايب  محمد علم ايزديار  چې دلويې جرګې دمنشي په توګه يې  په برياليتوب سره دنده ترسره کړه  او دهغو نورو سناتورانو  درول  له امله  چې  دکميسيونونو په کار کې يې  ستر  رول درلود  او په تيره بيا  د دوديزې لويې جرګې دجوړولو لپاره  د تياري په کميسيون کې دسناتور  باز محمد خان زرمتي  درول له امله  قدرداني وشوه  او وغوښتل شول  چې  ددوى  او  داردو ملي پوليسو  او دملي امنيت دهغو منسوبينو او دلويې جرګې دهغو کارکوونکوچې  دلويې جرګې  دامنيت په تامينولو  او دکار  په پرمخ بيولو کې يې  وړتيا ښودلې ده  درناوي وشي .

 سناتورانو  دلويې جرګې  د شپږ اويا فقره يي  پريکړه ليک  ځيني مادې  وڅيړلي او ټينګار يې وکړ  چې  دامريکا  له متحده ايالاتو سره  د ستراتيژيک  موافقه ليک  مادې  چې وروسته  تدوينيږي  د پړاونو  دبشپړولو په مقصد دملي شورا  دواړو مجلسونو ته  وسپارل شي .

  دغه راز په غونډه کې  دسناتورې ډاکترې  انارکلي  هنريارته   ديونسکو دادارې  ( دملګروملتو دسازمان  دفرهنګي او روزنيز  مرکز )  دجايزې  دټاکنې له امله دې ته  مبارکي وويل شوه .  ديونسکو دادارې  دغه جايزه  چې سږ کال  دووتنو سناتورانو  هنريار او يوه  فلسطيني تبعه ته  دتاوتريخوالي دبندولو  او دبشر دحقوقو  دتامينولو په لاره کې  په هلوځلو کې ددوى  دنه ستړي کيدونکي  کار په مقصد  په پام کې نيول شوې د ه  ،  ټاکل شوې ده  د دسمبر دمياشتې  په نهمه نيټه  چې دليندي دمياشتې  له څوارلسمې نيټې سره سمون خوري  په پاريس ښار کې  سناتوري  انار کلي  هنريار ته   ورکړي شي .

  دغه راز   سناتور غلام محي الدين منصف  دامريکا دمتحده ايالاتو ته دمشرانوجرګې  دهيئت دسفر رپوټ  چې  په واشنګتن کې  (  په قانون جوړولو کې د کميټو دعملياتو دپياوړتيا )  په سيمينار کې ترسره شوي و ، وړاندي کړ  او وي ويل  چې هيئت  دځينو نورو هيوادونو داستازو په ډله کې د( تقنيني  رول ، دقانون  جوړولو داخلاقو ،  له اجرائيه قوي سره  دکميټو داړيکو ،  د قانون جوړولو  د مسودي ،  دقانون جوړولو دپړاونو او دامريکا دمتحده ايالاتو دکنګري دسيستم  ) په سيمينارونوکې  د تجربو دترلاسه کولو او هم  دکانګرس  دبهرنيو اړيکو دکميټې په علني غونډه  کې چې ددغه هيواد ددفاع او دبهرنيو چارو دوزارتونو  مرستيالان غوښتل شوي و  ،  ګډون وکړ .  دهيئت  غړو له دې جملې څخه  سناتور عارف الله پښتون  دافغانستان په پارلمان کې  داوريدونکو غونډو  او دمشرانو جرګې  د کاري چارو په باب  معلومات وړاندي کړل او هم  دغه هئيت  ددغه هيواد  له مقاماتو څخه غوښتي دي  چې ددموکراسي دبهير په پراخ بنسټه کولو  او دپارلماني اړيکو په ټينګښت کې  دغه راز له افغانستان سره همکاري وکړي .

 ده وويل  چې دوى  په واشنګتن کې  دافغانستان له سفير  ښاغلي  اکليل  حکيمي سره  په امريکا کې دميشتو  مهاجرو افغانانودستونزو دحل کولو په باب  خبرې کړي دي .   دغه راز په غونډه کې  دننګرهار ولايت سناتور  لطف الله  بابا  ديو رپوټ په وړاندي کولو سره  په دغه ولايت کې دبريښنا  نه شتون  دخلکو  يوه مهمه ستونزه وبلله  او وي ويل چې دولت دى بايد  دکونړ دګمبيري  دبريښنا دبند په جوړولو او دنورو بندونو په ترميمولو کې  لازمه   پاملرنه وکړي .

 ده  د بادپښ  او ګړوچ  په سيمو کې  دامنيت  نه شتون  له نغلو څخه جلال اباد ته دبريښنا  د نه ليږدوني  دليل وباله  او وي ويل  دکونړ ولايت  د مانوګي  دبريښنا دتوليد بند  چې قرارداد او پيسي يې  دنړيوال بانک له خوا  منظوري شوي دي خو دانرژي او اوبو په وزارت کې  دظرفيت دنه شتون او نه پاملرنې له امله کار يې  نه دى پيل شوي .او زياته يې کړه  چې  دماهيپر سړک  دځينوبرخو دسور کمښت اوويجاړتيا دلاري دبنديدو  او تړل کيدو  سبب کيږي  چې بايد  دکابل جلال اباد  سړک  د دويم تګلوري  دجوړولو کار  پيل او دنورو واټونو دپخولو کار ته  پاملرنه وشي . او زياته يې کړه چې ددغه ولايت  د جيل  بنديان  دبريښنا دنه شتون  ،  دخونو او دنورو امکاناتو دکمښت له امله ځوريږي او هم  يې  په دغه ولايت کې  دامنيتي ځواکونو  د زياتوالي  او د روغتونونو اوښوونځيو دجوړولو  او دلوړو زده کړو دچارو دښه والي  غوښتنه وکړه  . چې دعمومي غونډې له خوا اړوندو کميسيونونو ته لارښوونې وشوې  چې ددغه ولايت دخلکو  ستونزې   له مسوولو مقاماتو او په تيره بيا داوبو اوبريښنا وزارت له چارواکو سره  طرحه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته