نړۍ

په مسکوکې بې سارې ګرمي .

مسکو باختر د تلي   څلورمه :

دمسکو دهوا پوهنې ادارې  پرون اعلام وکړ  چې په تيرو نوي کلونوکې  دلومړى ځل لپاره  د منې په  فصل کې دمسکو دتودوخې درجه دسانتې ګراد په کچه  شپږ ويشت اعشاريه پنځو درجو ته  رسيدلې ده .

  په تيرو دوو ورځو کې دسانتي ګراد په کچه  دتودوخې  داتو درجو  لوړوالي او په سوځنده  توګه  دلمر لګيدل  ددې سبب شوى دى  چې دمسکو خلک  دتيرو وختونو په پرتله  زياته ګرمي  تجربه کړي .

په داسې حال کې چې ترلسو ورځو پورې بايد ځان سړې  څپې او دواورې او باران  اورښت ته چمتو کړي .

  مسکو په معمولي توګه دوږي دمياشتې  له شلمې نيټې وروسته  دواورې  او دتودوخې  ددرجې دکمښت  ډګر وي . او دژمي په اوږدوکې به  دسانتي ګراد په کچه  دنږدې دمنفي پنځه ويشتو درجو  سړښت په لرلو سره  دسړښت ډګر وي  چې دوري دمياشتې  تر لومړيو وختو پورې به دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته