سیاست

دسنا مجلس هيئت کابل ته راستون شو

دسنا مجلس  درييس  فضل هادي مسلم يار په مشري دملي شورا دمشرانوجرګې هيئت چې  دروان کال  دليندي دمياشتې  په شلمه نيټه  دمشرانوجرګې دپارلماني هيئت په مشرۍ  داندونيزيا دپارلمان درييس  په رسمي بلنه  جاګارتا ته تللي و ،  له کاري کتنو وروسته  نن  کابل ته راستون شو .

  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .

  دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دمشرانوجرګې دهئيت  درارسيدوپه وخت کې  سناتورانو بهرام   څمکني ، سيد محمد سادات ناصري ، دمشرانوجرګې ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم ملوان ، او ددغې دارالانشا دمشرتابه هيئت غړو  دوى ته  هرکلي ووايه .

  دمشرانوجرګې هيئت    جاګارتا ته درسيدو  او استوګنې په وخت کې  داندونيزيا دمقاماتو له خوا توډ هرکلي وويل شو او په هغو کتنو کې چې له جمهور رييس سوشيلو بمبانګ  بوديانور ،  دپارلمان له رييس توفيق کينپاس ، داستازو مجلس له رييس ،  دبهرنيو چارو له وزير او ددغه هيواد له نورو جګپوړو  دولتي مقاماتو سره  وکړي دسولى دبهير دپرمختګ  ،  دملي پوليسو دروزنې ، دافغان محصلانو دمنلو ، په افغانستان کې يو اسلامي مرکز دجوړولو ، ددواړو هيوادونو ترمنځ دپارلماني  اړيکو دټينګښت په لاره کې   ددغه هيواد دمرستو دجلبولو  او دعلاقي وړمسئلو په باب  خبرې وکړې چې داندونيزيايي مقاماتو له خوا په دغو برخو کې  دهمکاري  ژمنې وشوې .

  دمشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار  دکابل دنړيوال هوايي ډګر ته درسيدو په وخت کې  دسناتورانو او دمشرانوجرګې ددارالانشا دمشرتابه هئيت په وړاندي دخبرو په ترڅ کې وويل :  اوس  داندونيزيا  دسفر څخه  راورسيدوزموږ سفرداندونيزيا  دپارلمان په دعوت ترسره شوي  وو لازمه يې بولم چې داندونيزيا  دپارلمان  او دهغوى ملت نه چې  ډير  مهمان نوازه خلک  وو مننه او تشکر وکړم ډير  د پوره دستاورد او پوره هغه څه چې زموږ چې زړه او اراده  کې وو دهغې څخه ډک سفر وو ، تقريبا  موږ په شپږ اوو موادو ددوى  له حکومت او پارلمان  سره بحثونه درلودل چې لومړي زموږ دپوليسو دتربيې او حمايت په رابطه  ددوى همکاري   وه دپخواني دوستي  دتاييد په اساس ددوستي دکميټو جوړول او دمحصلينو دعالي تحصيلاتو ، ماستري او دکتوري بورسونو او همداسي نوري دهمکاري غوښتنې وې چې داندونيزيا درييس جمهور او دهغوى دپارلمان ،  مسوولينو ، وزير خارجه او نورو  مسوولينو له خوا ډير په پوره هرکلي سره بدرګه شول انشا الله ديو پوره دستاورد سره افغانستان ته داخليږو خدا ( ج ) دى  وکړي چې دافغانستان خلک   ترې نه استفاده  وکړي اوهغه  څه چې هغوى موږ سره وعده کړي بعدي کار يې دحکومت پوري اړه لري چې هغوى تعقيب کړي اوپه راتلونکي  کې تري نه ګټه پورته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته