امنیت

څلور ماين ښخوونکي طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې۲مه/ باختر
څلور ماين ښخوونکي طالبان په لغمان کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه کله يې چې غوښتل د الينګارولسوالۍ په عمومي سړک کې  ماين ښخ کړي؛ هوايي بريد وشو.
د هېواد په ختيح کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې دغه بريد د هېواد هوايي ځواکونو ترسره کړ.
خبرپاڼه تاييدوي چې په بريد کې ٤ ماين ښخوونکي طالبان وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د لغمان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د٦ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته