ښوونه او روزنه

دسنګسار ليسه له شپږ کاله ځنډ وروسته بيا فعاله شوه

دکندهار ولايت په ژيړى ولسوالۍکې يوه ليسه چې دنااراميو له امله تړل شوى وه له شپږ کلنۍ ځنډ وروسته بيا پرانستل شوه .

دکندهار ولايت دپوهنې رياست مرستيال عبدالقيوم منصف د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دژيړۍ ولسوالۍ دسنګسار ليسه شپږ کاله مخکې دجګړو او نااراميو له امله تړل شوى وه چې دسيمه ئيزو مخورو او قومې مشرانو دهلوځلو له امله بيا پرانستل شوه او په فعاليت يي پيل وکړ .

خبرځاى څرګنده کړه په دې ليسه کې څه ناڅه اته سوه تنه زده کوونکي دعلم او پوهي په زده کړه بوخت دي .

ديادوني وړ ده په ژيړۍ ولسوالۍ کې يو ديرش ښوونځي شته چې همدا اوس اولس ښوونځي فعال او څوارلس نور غير فعال دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته